امنیت

پنځه تنه افغان پوځيان په يوه تروريستي توطيه کې ووژل شول .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
پنځه  تنه   پوځيان  نن  په   هرات ولايت کې د هغوي  د  يوملګرې دبريد له  امله    ووژل شول
دغه پيښه څو ساعته مخکې د ګذرې په ولسوالي کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو افغان پوځي په يوه  امنيتي پوسته  کې خپل پنځه  تنه  ملګري  په  ډزو سره ووژل او په خپله وتښتيد.
دهرات ولايت يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل  :  چې يرغلګر پوځي له وسله والو طالبانو سره اړيکې  لرلې او له بريدوروسته له دغې ډلې سره يوځاى شوى دى.
ويل کيږي دغه پوځي د هغې پوستې جنګي وسايل چې په ښکاره يې پکې کارکاوه   له ځان سره وړي دي .
سيمه ييز مسوولين وايي چې تښتيدلى  پوځي دپيژندلو او نيولولپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته