امنیت

يوموټر چلوونکى ووژل شو.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٩
دکاپيسا ولايت خلکو پرون يو پنځه شپيته کلن موټر چلوونکى په وهلو ډبولو سره وواژه.
يو ماشوم په کاپيسا ولايت کې دترافيکي پيښې له امله ټپي شو چې وروسته خلکو موټر چلوونکى چې ددغې پيښې عامل و په وهلو ډبولو سره وواژه.
دکاپيسا دوالي وياند قيس قادري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند شوخى سيمه کې رامنځته شوه چې موټر چلوونکى دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ اوسيدونکى و.
ويل کيږي چې ټپي ماشوم اوس دکاپيسا ولايت په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دى .
دکاپيسا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم وايي چې پوليسو دقضيې په اړوند څو تنه نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته