سیاست

جمهور رييس غني په کابل کې ديکشنبې دورځې دتروريستي بريد دټپيانو داحوالو پوښتنه وکړ ه

کابل باختر دوري  دمياشتې ١٠ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس محمداشرف غني تيره شپه  دهغه تروريستي بريد دټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه چې  پرون  په پارلمان کې  دپکتيا ولايت په استازي ګل پاچا مجيدي  وشو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دکورنيو چارو وزارت دمعلوماتوله مخې :  ديکشنبې دورځې له غرمې وروسته  يوه ځانمرګي يرغلګر ځان  ديوشمير خلکو په وړاندې  چې دپکتيا ولايت دخلکو له استازي ګل پاچا مجيدي سره  دخبرو لپاره  دکابل ښار دشاه شهيد په سيمه کې راټول شوي وو،  وچاوه  اوله امله يې  ديو ماشوم په ګډون درې تنه شهيدان  او دګل پاچا مجيدي په ګډون يوشمير نور ټپيان شول.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په ملکي  اوبيګناه  وګړو دافغانستان دخلکو ددښمنانو دغه ډارن  عمل په کلکه وغانده  او له هغه وروسته چې  ټپيان روغتون ته وليږدول شول ، دهغوى  داحوالو پوښتنې ته ورغى.
جمهوررييس ددغې پيښې دټپيانو دروغتيايي حالت په باب  دمعلوماتو غوښتنه وکړه او دروغتون مسوولينو ته يې سپارښتنه وکړه چې دټپيانو په درملنه  اوڅارنه کې دې له ټولو لازمو اقداماتو څخه کار واخلي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  دلوى خداى (ج ) له دربارڅخه  ددغه تروريستي بريد قربانيانو ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته