کابل باختر دوري دمياشتې ١٠ :
دملي اردو ځواکونو د وسايطو ضدپنځه پنځوس ماينونه او يوه اندازه مهمات د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې کشف اوشنډکړل.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر د باخترخبري آژانس ته خبرورکړ:
د وسايطوضدپنځه پنځوس ماينونه، په چاوديدونکو توکو بار دوه موټرسايکلونه ، درې دهشکې، پنځه کلاشينکوفونه، يوه آيکم مخابره او نور پوځي تجهيزات چې د وسله والو مخالفينو له خوا د خپلو تروريستي او ورانکارو عملونو دترسره کولوپه مقصد د هيواد په بېلابېلو سيموکې ځاى پرځاى کړاى شوي و؛ د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې کشف اوشنډکړاى شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ