نړۍ

دسودان په پايتخت کې په تګ راتګ بنديز ولګول شو .

جوبا وي او اې نيوز باختر د ليندۍدمياشتې ٢٦ :
  په جنوبي سوډان کې دکودتا له ماتې وروسته ددغه هيواد په پايتخت جوبا کې
په تګ راتګ دبنديز مقررات  نافذ شول .
کودتا کوونکي  پوځيان دجمهور رييس دپخواني  مرستيال ريک ماکار له پلويانو څخه وو  چې څو مياشتې مخکې له خپلې دندې څخه  ګوښه شو.
سره له دې چې دجنوبي  سوډان جمهور رييس سالواکر وايي دولت يي په حالاتو په بشپړه توګه واکمني لري خو دتيرې شپې  په بهيرکې  په جوبا ښار کې د ډزو غږ اوريدل کيده .
په جنوبي سوډان کې دملګرو ملتودسازمان  ځانګړي استازي هيلده جانسون چې
ددواړو لورو له مشرانو سره  په اړيکه کې دې  له ښکيلو لورو څخه وغوښتل چې
ډير ژر دې ډزې  بندې کړي .
دملګروملتو د سازمان ددغه مقام دڅرګندونو له مخې :  په سلګونو تنو ملکي وګړو  د ده استوګنځي ته  پناه وړې ده خو ده   هر راز سياسي يا نظامي  خبرو ته
پناه ورکول رد کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته