ټولنه

زابليانو د افغان دولت له اوږد مهالو پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

قلات باخترد چنګاښ د مياشتې ۳۱ مه
د زابل  ولایت سلګونه اوسیدونکو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغان دولت له اوږد مهاله پلانونو څخه د ملاتړ د اعلام ترڅڼګ په هیواد کې د اساسي پروژو پر وړاندي د بهرنیو هیوادونو لاسوهنې وغندلې.

د باختر اژانس د خبر له مخې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د زابل د قومونو د شورا رېیس حاجي عبدالولی ولي وویل چې اوسنی حکومت د افغانانو اساسي ستونزو ته پاملرنه کوی چې له دغې جملې څخه د اوبو د بندونو جوړول يې د یادولو وړ دي.
ولي د افغانستان په ناامنيو کې ګاونډیانو ملامت بلي او زياتوي چې دوي د خپلو امنیتي ځواکونو، او ولسمشر ملاتړ کوي او هیچا ته به اجازه ورنکړی چې د ملي پروسو پر وړاندي ستونزي جوړي کړي.
د زابل ولایت د مدني ټولنو او ځوانانو په استازیتوب محمد ابراهیم عبرت وویل چې د اوسني قانونی او اسلامي نظام ننګه او ملاتړ د هر افغان مسوولیت دی او په دې برخه کې دوي هم په پوره صداقت سره د جمهور رېيس ملاتړ کوي.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي عبدالناصر وویل چې افغان دولت ژمن دی چې په هره برخه کې ولس ته اسانتیاوي برابري کړی خو ځینی داخلی او بهرنۍ کړۍ شته چې د دغه پروګرامو پر وړاندی ستونزي جوړوي چې دولت به یې د خلکو په مرسته مخه ونیسی
د زابل ولایت اوسیدونکي په داسی حال کې د افغان ولسمشر له لوري د اوږد مهاله پلانونو د ملاتړ غونډه جوړوي چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان د حکومتونو له خوا په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو پر خلاف څرګندونې وشوې.
د زابل والي بسم الله افغانمل چې دغې غونډې ته یې وینا کوله وویل چې د افغانستان د سولي او ثبات دښمنان هڅه کوي چې په بیلابیلو نومونو افغانان ووژني او ترمنځ یې نفاق واچوي خو افغان حکومت یې په وړاندي جدي مبارزه کوي.
افغانمل وویل د کابل پروسې د سولې وروستی کنفرانس چې شاوخوا ۲۵ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو پکې برخه اخیستې وه د سولې او افغان دولت د ملي او نړیوالې پالیسي د بریالیتوب ستره بیلګه ده
د ځوانانو په استازیتوب د زابل د ځوانان امر محبوب محبت بیا وايي د دولت د مشرانو ښه نیت او هڅې د دې سبب شوې چې ولس ځانته نژدي کړي.
د زابل قومي مشران، دینی عالمان، د ولایتي شورا غړي او دولتي چارواکي وايي چې د افغان حکومت له لوري د کابل پروسې په نوم د سولې په اړه جوړ شوی وروستی کنفرانس د هېواد د سولې او ثبات لپاره لویه لاسته راوړنه ده چې له امله يې دوي راتلونکي ته هیله من شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته