کابل، د لړم ۲۵مه، باختر
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست په دغه ولایت کې د زمردو ۴۰ نويو کانونو د کشف خبر ورکړی دی.
د یاد ولايت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري وويل، چې د زمردو یاد ٤٠ کانونه د دغه ولايت په پريان ولسوالۍ کې کشف شوي دي.
هغه وویل چې تر دې مهاله په دغه ولایت کې د زمردو ۱۲۵۰ کانونو پېژندل شوي چې له یاد شمېر څخه ۵۵۰ کانونو د استخراج رسمي جوازونه ورکړل شوي او ورسره د دغه ولایت زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
امیری زیاته کړه چې په یاد ولایت کې د سرو زرو، یاقوتو او د اوسپنې د کانونو پر استخراج د پلان کار روان دی.
د يادونې وړ ده، چې د پنجشېر زمرد له ښه کيفيت څخه برخمن دي، چې په څه کم درې مياشتو کې د دغه ولايت پنځه برابره نوي استخراج شوي زمرد د قانوني او رڼې داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو او له هیواده بهر پلورل شوي دي.