امنیت

په دښمن ځپنده ګوزارونه شوي دي

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢١ :
د ملي دفاع  وزارت وياند  نن  د ملي امنيت د شورا، دکورنيو چارو او د ملي دفاع د وزارتونوله  ويندويانو سره  په يو ګډ کنفرانس کې   وويل ؛ چې دقندهار،  غزني ، هلمند ، کندز ، بلخ ، سرپل  او دجوزجان په ولايتونو او دهېواد په نورو ناامنو سيمو کې محاربوي عمليات له پروګرام سره سم پرمخ ځي اوپه دښمن ځپنده او مرګاني  ګوزارونه شوي دي .
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې : دملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري ، دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي او دملي امنيت د شورا وياند تواب غورځنګ  په يو ګډ خبري کنفرانس کې دهېواد په ګوټ ګوټ     
کې  دډار اچوونکو پرضد دشفق دعملياتو دنتيجو په باب  معلومات ورکړل.
دملي دفاع وزارت دوياند  دڅرګندونوله مخې ؛ ، دقندهار،  غزني ، هلمند ، کندز ، بلخ ، سرپل  او د جوزجان  په ولايتونو او دهېواد په نورو ناامنو سيمو کې عمليات په ښو نتيجوسره ترسره شوي او لاتراوسه پورې هم دوام لري .
په دې خبري غونډه کې  چې دملي امنيت دشورا  او دکورنيو چارو وزارت ويندويانو هم خبرې وکړې  هر  يو ددولت  دمخالفينو  په ځپلو کې دهېواد  دامنيتي ځواکونو دغوڅې ارادې يادونه وکړه .
دغه راز دملي امنيت دشورا وياند له  حزب اسلامي سره دسولې خبرو ته په اشارې سره وويل ؛  چې دسولې په خبرو کې دافغانستان نيت څرګند دى او اټکل کيږي چې له حزب اسلامي سره دسولې خبرې په زړه پورې نتيجه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته