کابل باختر د وري دمياشتې ١٣ :
په ننګرهار ولايت کې د پوځيانو د عملياتو په بهيرکې په لسګونو تنه داعشيان ووژل شول او يو شمير نور يې ټپيان شول.
دغه عمليات پرون سهار په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو د کوماندو ځواکونوله خوا ترسره شول.
د دغو عملياتو مشري د جنرال منيب اميري په غاړه ده.
د کوماندو د ځواکونو وياند جاويد سليم باختر آژانس ته وويل: د دغو عملياتو په بهيرکې د داعش ډلې په لسګونو تنه غړي ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول او د داعشيانو له شتون څخه څوکلي پاک شول.
د دغو عملياتو ترسره کول په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو مرکزونه او د هغوى د پټنځايونو له منځه وړل دي .
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کيږي چې يوځل بيا په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو فعاليتونه زيات شوي دي.
د کوماندو د ځواکونو وياند وايي: دغه پوځي عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د اچين ولسوالۍ تر بشپړه پاکولو پورې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل