
کابل باختر د لړم يوولسمه :
دوه سوه تنه ساتنمنان د ٢٠٩ شاهين قول اردو له تعليمي مرکز څخه فارغ شول
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دتعليمي مرکز قوماندان ډګروال عطا محمد عطايي باختراژانس ته وويل دغو افسرانو په بيلابيلو پوځي څانګو کې له څلور مياشتنۍ روزنيزې دورې وروسته له دغه مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
ددغه مرکز يو تن فارغ داستادانو دښه چلند له امله د خوښي دڅرګندولو په ترڅ کې مننه وکړه او دهېواد دخلکو دارمانونو او دتحقق په خاطر يې هر راز سرښندنه او فداکاري څرګنده کړه .