فرهنګ

انجينير محمد خان: د بیان ازادي د بشریت له مهمو اړتیاوو او حقونو څخه بلل کېږي

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
د مې درېیمه چې د غويي (ثور) د میاشتې له ۱۴مې سره سمون لري د بیان د ازادۍ د ورځې په توګه په نړیواله کچه د نړۍ د ژورنالېستانو او د قلم دخاوندانو له خوا لمانځل کېږي.
د بیان ازادي د انسانانو یو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، او تل هڅه کوي چې د وینا او نظر د ازادۍ په درلودلو سره خپل نظریات له ځند او خنډ پرته د ټولنې نورو غړو ته ورسوي.
د بیان ازادی د ټولنې د هروګړي او غړي له لومړنیو حقونو څخه دي او دولت دې ته اړ دی چې د خپل رعیت او ټولنې لپاره داسې زمینه مساعده کړي، چې له کوم خنډ پرته خپل نظریات یو بل ته انتقال کړي.
افغان ټولنه او ولس دغه ورځ په داسې حال کې لمانځي چې لا هم د قلم او ژبې د خاوندانو په مخ کې ګڼ شمېر ستونزې پرتې دي او ان تر دې چې یو شمېر قلموالو او ویناوالو د حقیقت د انتقال په جرم خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمېر یې لا هم د جبر او ظلم له وېرې له دغه لوی نعمت څخه بې برخې دي.
د ملي یووالي حکومت به د خپل ولس او خلکو د ټولو نورو حقونو په مراعاتولو سره هڅه وکړي چې داسې یوه زمینه مساعده کړي، چې له کوم خنډ او ځنډ پرته هر څوک وکولای شي خپل نظر تر نورو ورسوي.
په پای کې ټولو قلموالو او ژورنالېستانو ته د دغې ورځې مبارکي وایم او
هيله کوم چې د رسنيو ټول استازي اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پام سره له
خپل دغه حق او ازادۍ څخه په ګټه د ټولنې د سمون هڅې وکړې او روانو ستونزو
ته د حل لارې و مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته