ښوونه او روزنه

حامدکرزی: د ټولو دنده ده چې له ښوونځي څخه پاتې شویو تنکیو ځوانانو ته د حرفوي زده کړې او کار زمینه برابره کړي

کابل_باختر د لړم د مياشتې٩ مه:
موږ ټول دنده لرو هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته چې عمرونه یې په ښوونځي کې د شاملېدو له عمر څخه لوړ شوي دي د حرفوي زده کړو او کار زمینه برابره کړو.
پر دغې موضوع باندې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په خپله راډیويي وینا کې چې له ملي راډیو څخه خپریږي، ټینګار وکړ.
جمهوررئیس وویل: د لوی خدا په فضل او له درس او تعلیم سره زموږ د خلکو د مینې او لېوالتیا له امله نن د هېواد ډیری د یادونې وړ ماشومان ښوونځیو ته ځي خو د دغه بریالیتوب  ترڅنګ د هېواد په ځینو سیموکې د طالبانو د ګواښ او کله کله هم  ماشومانو ته د نه پاملرنې او یو شمېر نورو عواملو له امله زموږ یو شمېر ماشومان له درس او تعلیم څخه محروم شوي دي چې د وخت په تېریدو سره یې عمرونه په ښوونځی کې د شاملېدو له عمر څخه لوړ شوي دي.
حامدکرزي څرګنده کړه: زموږ په هغو ډیری کورنیو کې چې له مهاجرت څخه راستنې شوې دي، داسې ماشومان او نوي ځوانان لیدل کیږي چې عمرونه یې په ښوونځي کې د شاملېدو له عمر څخه لوړ دي.
ده، ټینګار وکړ هغه کورنۍ چې دا ډول ماشومان او تنکي ځوانان لري تر ټولو لومړی باید هغوی د سواد  او حرفو د زده کړې  ښوونځیو ته واستوي چې د سواد د زده کړې ترڅنګ حرفې هم یادې کړې او یا هم د حرفې د زده کړې ترڅنګ باسواده هم شي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې له ښوونځي او منظم تعلیم څخه محروم شوي دي، کولای شي له دې لارې هم باسواده شي او هم د حرفې خاوند. هغه کسان چې مسلکي او حرفوي دي د نړۍ په هرځای کې ورته په آسانۍ سره کار پیدا کېدلای شي.
جمهوررئیس حامدکرزي څرګنده کړه: هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې د سواد او حرفې د زده کړې د ښوونځیو له لارې با سواده کیږي او حرفه زده کوي د همدغې لنډې روزنیزې دورې په تیرولو سره، کولای شي په ټولنه کې د عزت لرونکي کار او ژوند خاوند شي. او که وغواړي چې نورې زده کړې هم وکړي لاره ورته هواریږي او کولای شي د لوړ عمر لرونکو کسانو د ښوونځیو او یا هم د شپې د تعلیمي موسساتو له لارې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او لوړو تعلیمي مدارجو ته و رسیږي.خو که سواد او حرفه زده  نه کړي معمولي کار به هم په ډیر تکلیف سره ترلاسه کړي.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ، هغه کورنۍ چې په  ښوونځي کې د شاملېدو له عمر څخه د لوړ عمر لرونکي ماشومان او تنکي ځوانان لري باید د سواد او په مسلکي ډول د حرفو له زده کړې څخه یې محروم نه، بلکې د سواد او حرفې زده کړې ته دې وهڅوي.
جمهوررئیس حامدکرزي زیاته کړه: اوس په ټول هېوادکې د سواد زده کړې او په مسلکي ډول د حرفو د یادولو ښوونځي موجود دي. د سواد زده کړې په اکثرو ښوونځیو کې د حرفو د زده کړې لپاره آسانتیاوې موجودې دي او همدا راز د حرفوي زده کړو په ښوونځیو کې د سواد زده کړې کورسونه هم دایریږي.
د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا په دې باندې ټینګار وکړ، که چیرې زموږ د اوسېدو په سیموکې د سواد زده کړې او د حرفو د یادولو ښوونځی موجود نه وي باید چې خپل بچیان نیږدې سیمو او یا هم د خپلو ولایتونو مرکزونو ته واستوو ترڅو د سواد له نعمت څخه محروم نه شي او پخپله خوښه یوه حرفه په فني ډول ځانته غوره کړي او که دا کار مو هم ونه شو کولای نو باید چې له ښوونځي څخه خپل محروم شوي ماشومان د خپلو کلیو د جوماتونو ملاصاحبانو ته ولېږو چې سواد زده کړي او د دین له علم څخه  ګټه پورته کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته