امنیت

په باميانو کې دبشر دحقوقو په پراخ بنسټه کولو کې دپوهنتونونو په رول باندې تينګار وشو .

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
په افغانستان کې دقانون دواکمنۍ  دچلنجونو او دبشري حقوقو دلارښوونوپه پياوړتيا کې دپوهنتونونو درول تر عنوان لاندې  يوه غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې دباميانو د والي او دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون درييسې په ګډون جوړه شوه په هېواد کې په وروستۍ  يوه نيمه لسيزه کې دبشري  حقوقو دلارښوونوپه پياوړتيا  کې دپوهنتونونو رول ، دقانون واکمني ، دبشر حقوق ، دبشري حقوقولاس ته راوړنې او دهېواد په پوهنتونونو کې دچلند فضا دغونډې دبرخه والو دوينا محور وو .
دباميانو والي محمد طاهر  زهير  په دې غونډه کې  وويل  دقانون دواکمنۍ چلنجونه څومره چې دهېواد په نورو سيموکې شتون لري په باميانو کې نشته .
ده زياته کړه چې دقانون دواکمنۍ  په تامينولو کې ملت او دولت دواړه مهم او اروښتناک رول لري او دباميانو خلک په ټولو برخو کې ددغه ولايت له سيمه ئيزې  ادارې او له خپلو امنيتي مسوولانو سره همکار دي .
په دې غونډه کې ډاکترې سيما سمر دقانون دواکمنۍ  چلنجونه په قانون نه پوهيدل ، دهېوادوالو د مسووليت نه مننې ، فساد ، په سمه توګه دقانون دنه تطبيق او له قانون  څخه دسرغړونې دمعافيت دفرهنګ زيږنده دي .
دې له محصلانو څخه وغوښتل چې په لومړى ګام کې دې  ځان اوخپله کورنۍ په قانون  خبره کړي او وروسته دې په ټولنه کې دهغه په رعايتولو او تطبيق کې هڅه او هاند وکړي چې ټول دقانون په واکمنۍ  ژوند وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته