سیاست

دسولې دشهيد استاد فقيد برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ کاليزې

کابل باختر د زمري  دري ويشتمه

  دسولې   دشهيد استاد فقيد   برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ کاليزې دنمانځنې دمراسمو د پرځاى کولو لپاره دکميسيون دجوړولو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي حکم .

 دافغانستان دخلکو دجهاد اومقاومت مشر او دهيواد دمعاصر تاريخ يو ځلانده شخصيت ، دافغانستان داسلامي دولت پخواني جمهور رييس او دسولې دعالي شورا رييس فقيد برهان الدين رباني ، په هيواد کې دسولې  او دافغانستان دخلکو ترمنځ داسلامي اخوت او دملي يو والۍ دارمان دتحقق  په لاره کې ووژل شو او دشهادت لوړي درجى  ته ورسيد .

  دسولې دشهيد پروفيسر برهان الدين رباني مقام ته ددرناوي په خاطر دوږي دمياشتې له  ٢٨ نيټي څخه دتلي  دمياشتې تر څلورمي نيټي پورې  د سولې اوملي يو والۍ  داوونې په نامه نومول کيږي . او  دنړيوال کنفرانس او په مرکز او ولايتونوکې دوګړنيو غونډو په جوړولو سره دي دسولې دشهيد استاد فقيد برهان الدين رباني دشهادت لومړۍ کاليزه ونمانځل شي .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دعالي مقام له  حکم  سره سم دسولې دشهيد پروفيسر برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ کاليزې دنمانځنې دمراسمو دتدارک او سازمان ورکولو کميسيون په دې شرحه  موظف  شوي دي .

  ١_ دپوهنې وزير فاروق وردګ دکميسيون د رييس په توګه

 ٢_ دسولې دعالي شورا ددارالانشا رييس دکميسيون دمرستيال په توګه

  ٣_  دسولې دعالي شورا دنړيوالو اړيکو رييس دغړى په توګه

  ٤_  دبهرنيو چارووزارت اداري معين دغړى په توګه

 ٥_  دملي دفاع وزارت واکمن استازي دغړى په توګه

 ٦ _ دکورنيو  چارو وزارت معين  دغړى په توګه

 ٧ _دافغاستان داسلامي جمعيت ددارالانشا رييس عبدالستار مراد دغړى په توګه

  ٨_ داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين دغړى په توګه

 ٩ _  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکي اداري ادارى معين دغړى په توګه

 ١٠ _  دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست استازي حاجي خانجان  دغړى په توګه  

  ١١ دملي راديو تلويزيون رييس دغړى په توګه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته