سیاست

جمهوررئیس غني له تشیع عالمانو سره په کتنه کې: د محرم او شهید اوونۍ د نمانځنې لپاره لومړۍ درجه تدبیرونه نیول شوي دي

کابل باخترد وږي ۲۱
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته له یو شمېر اهل تشیع عالمانو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د اهل تشیع عالمانو په استازیتوب نعمت الله غفاري  د محرم امنیت او د دې مراسمو د نمانځنې چمتووالي ته د جمهوررئیس د پاملرنې قدرداني وکړه.
هغه مسلمانانو ته د محرم د ارزښتونو د بیانولو ترڅنګ وویل، ټول مسلمانان باید د امام حسین (رض) اهداف تعقیب او عملي کړي. غفاري د مسلمانانو تر منځ وروري او د یو بل منل یو اصل وباله وې ویل، دښمنان هڅه کوي زموږ ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.
نعمت الله غفاري د محرم د مراسمو په ښه مدیریت ټینګار وکړ وې ویل، د محرم په مراسمو کې باید د احتمالي ننګونو مخنیوی وشي. هغه زیاته کړه د محرم د امنیت د تامین په موخه به خلک له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي. 
وروسته د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د محرم میاشت او د شهید اوونۍ تسلیت ووایه او یو ځل بیا یې د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه. هغه وویل: امام حسین (رض) په بشریت پورې تړاو لري او باید د امام حسین (رض)له تګلارې سره خپله ژمنتیا تازه کړو.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه: سږکال محرم په داسې فضا کې نمانځل کېږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت تغییر کړی، په تېر کې جنګ تحمیل شوی وو او اوس زموږ د ملي یووالي پر ضد جنګ دی. زموږ پر هېوادوالو په ځانګړي ډول پر اهل تشیع او هزاره ورونو هر برید، پر اسلامي ورورولۍ او د افغانستان پر ملي یووالي برید دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د دې ترڅنګ چې د عاشور امنیت د پولیسو دنده ده، بلکې زموږ د ملي امنیت لومړیتوب ګڼل کېږي او د مراسمو د هرې برخې د امنیت ټینګښت، زموږ له لومړیتوبونو څخه دی.
محمداشرف غني وویل، د محرم او شهید اوونۍ د نمانځنې لپاره لومړۍ درجه تدبیرونه نیول شوي دي. هغه په دې برخه کې د خلکو د رول د ارزښتناک بللو ترڅنګ د محرم د امنیت د ټینګښت لپاره د ولسي خودجوشه بنسټونو د همکارۍ او چمتووالي مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس وویل، کابل په څلورو امنیتي زونونو بدل شوی او د کابل لویدیځ هم په امنیتي زون بدلېږي. هغه ټینګار وکړ، دښمن ته باید د مذهبي مراسمو د اخلالولو موقع ورنه کړى شي او دې اړتیا ده چې خلک د همکارۍ واضح ترتیب برابر کړي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته