امنیت

اته ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
اته ديرش تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو د هغوچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول چې په تيرو څلرويشتو ساعتوکې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغو عملياتو کې چې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد د ننګرهار، پکتيا، فراه، کندز، فارياب، غزني، غور او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ اته ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ پنځه ويشت تنه ټپيان او څلور تنه نوريې ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: دملي پوليسو ځواکونو دخپلو وظيفوي فعاليتونو دترسره کولو په بهيرکې دلغمان، پکتيا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې اته ويشت ماينونه کشف او شنډ کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته