ټولنه

دسالنګ لويه لاره پرانيستل شوه

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٩ :
دسالنګ لويه لاره  بيا دترافيکو پرمخ پرانيستل شوه .
دغه لويه لاره په جنوبي سالنګ  کې دسخت توپان له امله دچارو دمسوولينو له خوا په لنډمهال ډول تړل شوې وه.
دسالنګونودساتنې اوڅارنې مسوول جنرال رجب ددغه خبر په تائيدولوسره باختراژانس ته وويل چې په  جنوبي سالنګ  کې دسخت توپان له امله وپتيل شوه  چې دمسافرانو د سلامتيا په خاطر دغه لويه لاره دتوپان ترپاى ته رسيدوپورې وتړلې شي .
ده زياته کړه چې د توپان له پاى ته رسيدو او له سړک څخه د واورې له پاکولو وروسته د ديرشو ساعتونو په تيريدوسره سړک بياپرانيستل شو.
ده يوځل بيا د وسايطو له چلوونکو څخه وغوښتل  چې له سالنګونو څخه دتيرېدو په وخت کې دې  ژمني مقررات عملي کړي او دموظفينو په لارښوونه عمل وکړي.
جنرال رجب  وويل: کله ناکله  داسې پيښيږي چې دمسافرانو دسلامتيا په خاطر
؛دغه شان تصميم ونيول شي او له مسافرانو څخه يې وغوښتل چې په دغه شان حالت کې دې بايد له زغم څخه کار واخلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته