اقتصاد

په کندزکې د وريجو د پروسس کوپراتيف جوړ شو .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د وريجې  د پروسس  يو کوپراتيف جوړ شو.
دغه کوپراتيف دکرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه يو مليون افغانيو په لګښت جوړ شوى دى او تراوسه پورې پنځه اويا تنو بزګرانو پکې غړيتوب ترلاسه کړى دى چې د شولې څه دپاسه درې زره اووه سوه جريبه ځمکه هم پکې شامليږي .
  دکرنې او اوبو لګولو وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې نن باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي چې دغه وزارت هوډمن دى چې دکرنې ماشين آلات او د وريجې د پروسس د اړتيا وړ وسايل ددغه کوپراتيف  په واک کې ورکړي چې وريجه په معياري ډول پروسس شي .
د پروسس د نويو لارو چارو په پيل او عملي کيدو سره د افغانستان د وريجې په کيفيت کې د يادونې وړښه والى راځي او هم به دافغانستان وريجه ښه مارکيت ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته