روغتیا

په هرات کې دماشومانو دګوزڼ ناروغي دمخنيوي لپاره هلې ځلې .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دپوليو دکميټې مياشتنۍ غونډه دهرات دوالي  محمد اصف رحيمي په مشرۍ  او دولسوالانو او دعامې روغتيا  درياست  دهمکارانو او همکارو موسسو  په ګډون  دبهزاد دنګارستان په سالون کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې  دهرات والي  دپوليو پرخلاف  دمبارزې دترسره کولوپه ارزښت  ټينګار وکړ او له اړوندو مسوولينو څخه يې  وغوښتل  چې دپوليو له کميټې سره  جدي همکاري وکړي .
دهرات والي  وويل  ټاکل شوې ده  چې دپوليو دمني  دلومړى دورې کمپاين  دزمري دمياشتې له شپاړلسمې نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې  ددغه ولايت په ښار او پنځلس ګونو ولسواليو کې  پيل شي  چې بايد  ټول ولسوالان او مسوول بنسټونه  دپوليو واکسين  دتطبيق په لاره کې لازم همکاري وکړي .
په همدې حال کې دهرات ولايت  دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحکيم تمنا دښار او ولسواليو په کچه دپوليو واکسين  د کمپاين او فعاليتونو د څرنګوالي په باب معلومات ورکړل او له کورنيو  څخه يې وغوښتل  چې دپوليو له ګرځنډه ټيمونوسره  همکاري  وکړي .
  دهرات ښاروالۍ سرپرست  غلام غوث نيکبين  او ډاکتر حيدري دپوليو له ولايتي کميټې سره  خپل همکاري څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته