امنیت

دارغنداب دامنيې قوماندانۍ ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دکندهارولايت دارغنداب ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دودانۍ دجوړولوکاربشپړاو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .

دغه ودانۍ  په دغه ولايت کې  ميشت دامريکا دبيارغونې  دولايټي ټيم له خوا د دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالروپه لګښت جوړه شوه.

دارغنداب ولسوال شاه محمدباختراژانس ته وويل ، په دغې ولسوالۍ کې  اته اداري خونې ، داستوګنې خونې ، پخلنځي اونورملحقات شامل دي چې ددريو مياشتو په بهيرکې جوړه شوې  ده .دارغنداب ولسوال په هغې غونډه کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه دخبروپه ترڅ کې په  ارغنداب ولسوالۍ کې  دامنيې قوماندانۍ دودانۍ جوړول يې دامنيت دتامينولو په برخه کې يو ګټور ګام  وباله او دامريکا دبيارغونې له ټيم څخه  چې ددغې ودانۍ او ددغې ولسوالۍ دبيلابيلو برخو درغونې په برخه کې يې مرسته کړې ده مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته