ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو دلوى رياست خبرتيا:

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو دلوى رياست خبرتيا:
د  کابل   ښار د  پوهنې په   رياست پورې اړوند دخوشحال   خان    د لومړي لمبر،
د نوي وزيرآباد ، آمنه فدوي ، بي بي سروري سنګري، پوهاند عبدالاحمد جاويد ،
د   علي سينا،    د  عامه   شمال دخصوصي ، د   خوشحال خان       د دويم   لمبر، 
  دسيد الشهدا دنجونو ، غازي ميرزمان خان، غلامحمدغبار،قلعه بختيار،
قلعه بهادر خان، د رحمن مينې دنجونو ،  دچهلستون دنجونو ، دوحدت دښارګوټي دنجونو ،   د صوفي محمداسلام امين دنجونو، دسيدال ناصري دنجونو ، د ده خدايداد دنجونو،  دبي بي مهرو د هلکانو ، د آريانا کابل دويم لمبر خصوصي، دشمس لندن اکاډمۍ  دريم لمبر، دويم لمبر او دلومړي لمبر خصوصي،  دکائيناتو دڅلورم لمبر دخصوصي، دمولانا جلال الدين رومي دخصوصي ، خواجه رواش ، زرغونې ، سپين کلي ،ستارې ،دشهيد سردارمحمد داود خان ، دشيرينو دنجونو ،فاضل بيګ ،ګلخانې ،محمد علم فيض زاد ،مريمې ، دسرې مياشتې مشعل بيات ، معرفت ، مومنه خاتون ،  نازو انا ، دافغان ترک دنجونو ، دريمني دنجونو ، ذليخا، دثبات افغان دخصوصي ،احمد شاه بابا، آريانا ،  د آزادۍ دنجونو ،د آزادۍ د هلکانو ،پنځه سوه فاميليو، تاجورسلطانې ،  چهار قلعه چهاردهي ،داحمد شاه ابدالي لومړى لمبر خصوصي، د آريانا کابل دويم لمبر خصوصي او د آريانا باختر دخصوصي ليسو ،  دکابل مرکزي عالي دارالحفاظ ، دامام ابوحنيفه او د اسلام د دار العلوم د ليسو د ١٣٩٣ کال او دتيرو کلونو دعمومي او متفرقه د دولسمو ټولګيو دفارغانو دکانکور د آزموينې ټولو داوطالبانو ته خبرورکول کيږي چې دکانکور په آزموينه کې د شموليت کارتونه      د روان کال دسلواغې دمياشتې له ٢٧ نيټې څخه د دوى په اړوندو ليسو او
مدرسو کې ويشل کيږي.
ددغو ليسو او ديني مدرسو دکانکور آزموينه د روان کال دسلواغې دمياشتې
په ديرشمه نيټه دچهار شنبې په ورځ دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو په کابل پوهنتون ، دکابل په طبي پوهنتون ، دکابل په پوليتخنيک په پوهنتون او دشهيد استاد رباني د ښوونې ،او روزنې په پوهنتون کې اخيستل کيږي.
د آزموينې ځاى او خونه په کارت کې ليکل شوي دي  او داوطلبان دې په ټاکلي وخت  او  ورځ اړونده پوهنتونو ته  ورشي
دغه   راز دکانکور   د آزموينې له   ټولو شاملانوڅخه  غوښتنه کيږي چې په  تودو جامو
سمبال وي  او د آزموينې په ورځ   دې د  آزموينې صحن   ته دموبايل ،   مخابرې ، وسلې
او دهر راز الکترونيکي وسايلو له راوړلو څخه  ډ ډه وکړي.
له  داوطلبانو سره ددغو وسايلو دليدلو په  صورت کې هغوي دآزموينې له صحنې څخه ايستل کيږي او امنيتي مسوولينو ته  معرفي کيږي.
سربيره پردې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې د آزموينې په ورځ  د تابعيت تذکره ، خو دکار قلم اويا تور توش له ځان سره  ولري.
دنورو  ليسو دفارغانو آزموينه به   وروسته اعلام او  واخستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته