امنیت

دوګړني پاڅون ځواکونه دملي پوليسو ترڅنګ دوسله والو طالبانو په ځپلو کې ونډه اخلي .

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٨  :
د جوزجان ولايت  دآقچې دپنځه  ګونو ولسواليو د وګړني پاڅون په سلګونو تنو ځواکونو دطالبانو پرخلاف  دمقابلې لپاره دامنيتي ځواکونو ترڅنګ ددريدو  تيارى څرګندکړى دى .
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي  باخترآژانس ته وويل: دجوزجان ولايت   دآقچې له پنځه  ګونو ولسواليو، آقچې ، مرديانو، خانقا، فيض  آباد او منګجک  څخه دغوځواکونو دآقچې ښار په مرکز کې ديوې غونډې په ترڅ    
کې  دطالبانو دځپلو لپاره خپل تيارى اعلام کړى دى.
دغه ځواکونه به  دامنيتي  ځواکونوپه ملاتړ دهېواد په بيلابيلو سيمو په تيره بيا   دفارياب ولايت دغورماچ په ولسوالۍ او دجوزجان ولايت دقوش تيپې  په ولسواليو کې  دوسله والو  طالبانو پرخلاف  له امنيتي ځواکونوسره په ملاتړ کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دوسله والو مخالفينو پرخلاف وجنګيږي.
ده زياته کړه چې دجنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ په غورماچ ولسوالۍ کې  په عملياتو کې شامل ځواکونه به په بشپړه توګه دغورماچ ولسوالۍ له پاکولو وروسته  د جوزجان ولايت په ناامنو ولسواليو کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته