امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دزمري  شپږ ويشتمه :
د هرات _ قندهار په لويه لاره پرون مازيګر د آيساف د تيلو په ټانکرونو د طالبانو د بريد له امله اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د آيساف د تيلو شپږ ټانکرونه وسوځول شول.
دفراه ولايت د بالابلوک ولسوال ملاسيدمحمد باخترآژانس ته وويل: طالبانو د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په کوه ګز سيمه کې د آيساف د ځواکونو په اکمالاتي  کاروان بريد وکړ چې له امله يې د آيساف د تيلو شپږ اکمالاتي ټانکرونه وسوځول شول .
ملا سيد محمد وويل: د آيساف د اکمالاتي کاروان د ساتوونکو په متقابل بريد کې اووه تنه وسله وال طآلبان ووژل شول او د هغوى درې موټرسايکلونه او يو موټر د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي وويل: په دې نښته کې دعامه محافظت  دوه تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته