نړۍ

افغانستان او پاکستان ته د امريکا د ځانګړي استازي د ماموريت پاى

واشنګټن ايرنا باختر دچنګاښ دمياشتې  ٣ :
لويديځو رسنيو خبر ورکړى دى چې امريکا افغانستان او پاکستان ته د دغه هېواد د ځانګړي استازي (لارل ميلر) ماموريت پاى ته رسوي.
د ايران د خبري آژانس د والستريت ژورنال خپرونې له خولې خبر ورکړ:  دا په داسې  حال کې ده چې د امريکا حکومت همدا اوس د سيمې په وړاندې د خپلو سياستونو د بياکتنې او افغانستان ته د زرګونو ځمکنيوځواکونو داستولو په لټه کې دى.
د والستريت ژورنال خپرونې د امريکا د پخواني او اوسني مقاماتو د څيړونکو له    خولې خبر ورکړ چې افغانستان او پاکستان ته د امريکا د ځانګړي استازي         د ماموريت پاى ته رسول د مسئلې ارزښت په داسې شرايطوکې چې د دونالدترامپ   دولت په دغو هېوادونوکې د پوځي شتون  د زياتوالي تصميم نيولى دى،کم کړى او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت رول کمزورى کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته