امنیت

دغزني ولايت دپوهنې رياست يو کارکوونکى شهيد کړى شو

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
دغزني ولايت  دپوهنې رياست يو کارکوونکى  نن  دښوونکو په ښارګوټي کې شهيد کړى شو .
  دغزني ولايت  دپوهنې رييس  محمد عابد عابد باختراژانس ته وويل چې  ددغه ولايت  دپوهنې رياست  ديو کارکوونکى دسپرلۍ موټر  دغزني دجنګل باغ  په ساحه کې  دښوونکو په ښارګوټي کې  په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت  چې له امله يې دى شهيد شو .
ده زياته کړه : دغزني ولايت دپوهنې رياست داملاکو دمديريت  کارکوونکى سخي شيرزاد دښوونکو دښارګوټي دنقشې  دتخنيکي کارونو دترسره کولو په لاره کې  دولايت دمقام د انجنيرۍ له ټيم سره  دهمکارى په خاطر موظف کړى شوى و .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې په دې پيښه کې  بل چاته  زيان نه دى اوښتى .
ده زياته کړه  چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې  دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره خپلې پلټنې پيل کړي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته