فرهنګ

دپکتيا د ځوانانو چارو مديريت دوه سوه اته ويشت تنګي ځوانان په بېلابېلو زده کړو سمبال کړل.

کابل باختر د وري دمياشتې اتمه
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو عمومي مديريت د ژمنيو روخصتيو څخه په ګټې اخيستنې سره دوه سوه اته ويشت ځوانان په بېلابېلو برخو کې په زده کړو سمبال کړل.
د باختراژانس د خبر له مخې د دغه ولايت د ځوانانو عمومي مدير نقيب الله احساس د استادانو او زده کوونکو زياروستايه چې په ډېرو سختو ورځو کې يې د دغه خوار ولس بچيان وروزل.
د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي د اطلاعاتواو فرهنګ رياست دغه کار وستايه چې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
سهي له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي تر څو وکولای شو چې خپل هېواد په خپله جوړ کړو او د نورو له اړتيا څخه د تل لپاره خلاص شو.
داطلاعاتو او فرهنګ رېیس محمدشفاء مشفق چې زده کوونکو ته يې د زده کړې په برخه کې زياتې هڅې کړي او د دوی د زده کړو له پاره يې زمينه برابره کړې وه له راغلو مليمانو مننه وکړه او د دوی له پاره يې د راتلوونکي په پلانونو خبرې وکړې.
مدني فعال جمعه ګل احمدزي د ځوانانو مديريت دغه پراخه کړنه وستايله او په ځوانانو يې د همغږۍ غږ وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته