سیاستخبرونهټولنهTOP

د اهل تشیع مشران: د حکومت او قومونو ترمنځ د همکارۍ ښه باب پرانیستل شوی

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن  په دوو جلا – جلا ناستو کې د اهل تشیع له یو شمېر قومي مخورو او دیني عالمانو او همدارنګه په لوګر کې مېشت د دادیخېلو قوم له مشرانو سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په لومړۍ ناسته کې د اهل تشیع عالمانو د اسلامي امارت لخوا د هزاره وګړوغوښتنو ته د رسېدو او له هغوی سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې د تېرو ناستو په پایله کې د حکومت او قومونو ترمنځ د همکارۍ ښه باب پرانیستل شوی او پر وخت د ستونزو د حل له کبله د دوی خلک راضي او خوښ دي.

د اهل تشیع قومي قومي یادونه وکړه، چې یو شمېر کړۍ له بهره په منفي او ناسمو تبلیغات غواړي د افغانستان وضعیت ناسم وښيي؛ خو د اسلامي امارت له مشرانو سره ناستې، د ولس او حکومت د نږدې اړیکو څرګندويي کوي او پر حکومت د خلکو باور په ډاګه کوي.

په دغه ناسته کې د اهل تشیع عالمانو په څو لرې پرتو سیمو کې د ځینو ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، افغان عالمانو او قومي مشرانو د حکومت او ملت ترمنځ د ارتباط قوي آدرسونه یاد کړل او په وینا یې، چې اسلامي امارت د اهل تشیع عالمانو له همکارۍ خوښ او مشورو ته یې په درنه سترګه ګوري.

نوموړي یادونه وکړه، چې حکومتي ادارې د خلکو په چوپړ کې دي او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اهل تشیع وګړو غوښتنو ته به د تېر په څېر رسېدنه وشي.

همداراز په یوه بله ناسته کې د لوګر دادیخېلو قومي مشرانو د هغوی په سیمو کې د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز حالت خبرې وکړې او له سیمه ییزو ادارو سره یې د دوامداره همکارۍ یادونه وکړه.

د دادیخېلو قومي مشرانو همدارنګه په خپله سیمه کې د جامع مسجد او دینې مدرسې د رغولو غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال وویل، چې حکومت د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره د ټولو ولسونو غوښتنو ته توجه کوي او اړونده ادارې به د دادیخېلو د اوسېدونکیو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته