ورزش

دپنجشير دځوانانو ټيم دمحسن شهيد ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
دکابل ښاروالي ګروپونو د فوټبال سيالۍ پرون په  دوو لوبو سره پيل شوې .
د هيواد دفوټبال فدراسيون دمطبوعاتو مسوول مرتضي دانش باختر آژانس ته وويل :  په لومړۍ  لوبه کې دپنجشير دځوانانو ټيم دصفر په مقابل کې په  دوو سره دمحسن شهيد ټيم  ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې دجوانان  متحد او دشمشاد دټيمونو ترمنځ لوبه د يوې  په مقابل کې په يوې سره برابره پاى ته  ورسيده .
دغه سيالۍ  پرون دنهه ويشتو ټيمونو ترمنځ دکابل  په ورزشي لوبغالي  کې پيل شوي چې هره ورځ په اوو لوبو سره دوام  مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته