امنیت

په ننګرهار کې دنهو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ لومړى نيټه
دداعشيانو دډلې  نهه  تنه غړي د هېواد دهوايي ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت داچين ،هسکې مينې او خوږياڼيو په ولسواليو کې ددوى په سنګرونو   بريدونه شوي دي
دننګرهار ولايت  دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل په دې بريد کې  نهه تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده وويل  دغه داعشيان  په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريدونه پرې وشول .  په  دغو بريدونو کې  ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور  ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په  ننګرهار ولايت کې دجنګي وسايلوديوه  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
دغه ډيپو د اچين  ولسوالۍ  د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيده .
سيمه ئيز مقامات وايي  چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته