دامريکا جمهور رييس بارک اوباما له اسرائيلو او ايران سره په اړيکو کې دخپل بهرني سياست کلکه دفاع کړې ده .
اوباما پرون په واشنګتن کې داصلاح پالو يهودانو په غونډه کې وويل دامريکا هيڅ يوه پخواني دولت دده دحکومت په اندازه داسرائيلو د امنيت دتضمينولو لپاره هلې ځلې نه دي کړې .
دبي بي سي دخبري سايت دخبر له مخې، ده داسرائيلو له راکتې سپرسره دمالي مرستي او داسرائيلو د صيفا ښار په شمالي ځنګلونو کې په پراخه اور لګيدنه کې له اوروژنې سره دمرستي په باب وويل له اسرائيلو سره ژمنه يي نه زيان منونکي ده .
ده دايران اټومې پروګرام ته په اشاري سره وويل موږ اوزموږ متحدين زياتې هلې ځلې کړي دي چې په اټومې وسلو دايران دلاس بري خنډ شو .
ده وويل موږ په دي باب يواځي خبري نه دي کړي بلکي عمل مو کړي دي موږ به په ايران زيات فشار واچوو .
دامريکا جمهور رييس دايران پرخلاف دامريکا نوي بنديزونه ډير هراړخيز او سخت بنديزونو وبلل چې تراوسه پورې په دغه هيواد لګول شوي دي .