سیاست

د خواشینۍ پیغام

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ١١ مه:
د کابل پر پرونۍ پېښه د اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله د خواشینۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره چې، پرون یو ځل بیا زموږ دښمنانو او د پردیو غلامان د افغانستان د خاورې او د ناموس ساتوونکي د خپل یوه بې رحمانه او وحشي برید هدف و ګرځول.
زه د پېښې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د سملاسي شفا غوښتنه کوم. د قربانیانو کورنیو او د افغانستان ټول ولس ته د دې درانه غم له خاطره خپل د غمشریکۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګندوم.
زموږ ملي امنیتي ځواکونه زموږ د ملي حریم، ځمکنۍ بشپړتیا، عزت او ابرو ساتوونکي دي او پر دې ساتوونکو یوازې بې غیرت، د پردیو غلامان، بهرني تروريستان او بې عزته سړي او کړۍ برید کوي.
د افغانستان د خلکو دښمنانو په دې برید سره یو ځل بیا خپله وحشي، بدرنګه او کرغېړنه څېره موږ ته راوښودله او له ولس سره یې د خپلې دښمنۍ یو بل مثال قایم کړی.
وحشي تروريستانو د روژې په مبارکه میاشت کې د ټولو الهي او قرآني حکمونو خلاف بیا هم خپلو تروريستي فعالیتونو ته دوام ورکړی او په دې توګه یې خپلو بهرنیو بادارانو او تمویلوونکو ته خپله وفاداري ثابته کړه.
د افغانستان حکومت به دا پېښه په جدي توګه وڅېړې، د عاملینو د نیولو ترڅنګ به یې له هغو امنیتي مسؤلینو سره هم، چې د ناغېړۍ او غفلت په نتیجه کې يې دا حادثه رامنځ ته شوې، قانوني چلند وکړي.
زموږ جنګ د یوه داسي دښمن په مقابل کې دی، چې هیڅ راز انساني، جهاني، اسلامي او افغاني ارزښت ته احترام نه لري او ټول هدف یې د پردیو په لمسون د خپلو خلکو او خاورې ورانی دی.
د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې زموږ زړور، وطن دوست او باتور سرتیري به له ځنډ پرته د خپلو هیوادوالو او وروڼو سرتیرو غچ واخلي.
افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان رښتیني بچیان او اتلان دي او افغان ملت به هیڅ کله د دوی قربانۍ او سرښندنې هېرې نه کړي.
دوی زموږ ویاړونه دي. # 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته