ټولنه

په بغلان کې دمطالعې دفرهنګ دبنسټيز کولو کنفرانس جوړ شو.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دبنسټيز کولو په مقصد د بغلان ولايت دمدني ټولنو دمرکزونو له خوا ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دکنفرانسونو په تالار کې يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دخصوصي پوهنتونونو د رهبرى هيئت او استادانو په ګډون سربيره دمدني ټولنو او علمي مرکزونو مسوولينو ، فرهنګيانو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو برخه اخستې وه.
په غونډه کې وينا والو په خبرو کې په اوسنيو شرايطو کې په ټولنه کې دکتاب دمقام او د ټولنې په پرمختګ کې دهغه درول په باب خبرې وکړې او دکتاب دمطالعې فرهنګ يې دهير شوى اصل په توګه وباله او زياته يې کړه تر هغه وخته پورې چې په ټولنه کې دمطالعې فرهنګ بنسټيز شي او زموږ ځوانان، تنکى ځوانان او نور خلک ځانونه دمطالعې دفرهنګ په کاڼه سمبال نه کړي په ټولنه کې به دستونزې ، اړتياوى او ناخوالى لرې نه شي.
دبغلان ولايت دحکيم سنايي دخصوصي پوهنتون علمي مرستيال ليکوال او شاعر سيد کاظم فاضل وويل: دکتاب دمطالعې واکمن کيدل او منتقد کيدل وبلل.
غونډه په ماشومانو د دوه سوه توکو مجلو په ويشلو او د مطالعې د ارزښت په باب د په زړه پورې نمايشنامو په اجرا کولو او دخيرپه دعاسره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته