کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩مه
په قندهار کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو د پوځيانو په بريدونوکې ١٧وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار د قندهار په ځينو سيموکې له هوا او ځمکې څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د ډار اچوونکو پرخلاف عملياتوکې ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول. هغه وويل چې دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
په يو بل خبر کې ويل شوي چې په قندهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د قندهار له ګڼ مېشتو لاروڅخه ٩ ماينونه کشف اوشنډ کړل.
د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت هېچا نه دى منلى، خو سيمه ييز خبرځايونه يې وسله وال طالبان عاملين بولي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې په ګڼ مېشتو لارو او سيمو کې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل