ټولنه

دوه ميرمنې په پروان اوبادغيس کې داوبو د ويش پرسرووژلې شوې .

کابل باختر د وږي اوولسمه :
دوه تنه ميرمنې دپروان او بادغيس په ولايتونوکې داوبو  دويش پرسر ووژلې شوې .
دپروان دوالي وياندې وحيدې شهکار دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دکرنيزې اوبو دويش پرسر  په يوه جګړه کې چې پرون ددغه ولايت دسيد خيلو ولسوالۍ دخانجان خيلو په کلي کې ونښته  يوه ځوانه ښځه په ډزو سره ټپى شوه او روغتون ته دليږدونې په لاره کې مړه شوه .
امنيتي مسوولين وايي  چې پوليسو په دې اړوند درې تنه نيولي دي . خو د دغې ميرمنې اصلي قاتل له ساحې څخه تښتيدلى دى .
په بادغيس ولايت کې په يوه ورته پيښه کې يوه ښځه ووژله شوه .
دبادغيس دوالي وياند جمشيد شهابي وويل  چې دغه ميرمن دبادغيس ولايت  دمرکز  قلعه نو ښار پورې اړوند دباغلر په سيمه کې دناندرې په نتيجه کې ووژله شوه او دوه تنه نور ټپيان شول . دغه جګړه  دبې ځايه شويو ترمنځ د اوبو دويش پرسر چې هره ورځ  د ور لدويژن  ددفتر له خوا  ويشل کېږي  رامنځته شوې ده .   شهابي وويل  چې پوليسو په دې اړوند پنحه تنه نيولي دي .    ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته