نړۍ

عربستان دامنيتي تيارسى حالت اعلام کړ .

رياض باختر  دثور لومړې :
  دعربستان امنيتي ځواکونه ددغه هيواد په امنيتي تاسيساتو داحتمالي بريدونو له ګواښونو وروسته تيارسى شوي دي .
درويترز  دخبري اژانس دخبر له مخې: دعربستان ددفاع وزارت دارامکو دنفتي شرکت په تاسيساتو او اماکنو په احتمالي بريد پورې داړوندو اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته خپل امنيتي ځواکونه تيارسي کړي دي .
په روانه ميلادي مياشت کې دعربستان پوليسو اعلام وکړ چې ددغه هيواد يوتبعه يې دپوليسو په دوو افسرانو دډزو او وژنې په تور نيولى دى .  په ده باندې تور لګول شوى دى چې په رياض کې  په دوو جلا جلا پيښو کې ددغودوو تنو پوليسانو په وژلو سربيره دوه تنه نور يې ټپيان کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته