خبرونهټولنه

دوه نايابه الوتونکي د ښکاريانو له منګلو وژغورل شول

کابل، د وږي ١٦ مه، باختر

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي چې په بامیانو کې یې دوه نایابه الوتونکي د ښکاریانو له منګولو ژغورلي دي.

د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او مسلکي معين ډاکټر زين العابدين عابد او ملګري پلاوي يي د باميانو پلاتو سيمو کې د خپل سفر او کتنې په بهير کې دوه نایابه مرغان د ښکاریانو له منګلو ژغورلي او ښکاریانو ته یې وویل چې د وحشي څارويو او نايابه الوتونکو ښکار منع دی او له سرغړونکو سره  قانوني چلند کېږي.

د باميانو چاپيريال ساتنې رييس له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې له دغه شان ښکاريانو سره دې قانوني چلند وشي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا