کابل باختر د وږي يوولسمه :
د چغچران اوسيدونکي د وسله والي غلا د زياتوالي له امله انديښنه لري.
دوى وايي: د پخوا په پرتله په چغجران ښارکې د وسله والې غلا موارد زيات شوي دي .
دچغچران ښار اوسيدونکى فضل آقا باخترآژانس ته وويل چې په رڼا ورځ وسله والو غلو د ښار په مرکزکې د ده موټر سايکل لوټ کړى دى .
ده وويل: څو ځلې يې امنيه قوماندانۍ ته مراجعه کړې ده، خو هغوى کوم اقدام نه دى کړى .
په همدې ترتيب د چغچران څو تنو نورو اوسيدونکو هم دغلو په وړاندې د امنيتي ځواکونو د بې توپيرى له پلوه سروټکاوه .
دغور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور تاييدکړه چې په وروستيو دوو اوونيوکې دولس موټرسايکلونه غلاکړى شوي دي او دپوليسو ځواکونه ددغو غلاوو د عاملينو د نيولو په لټه کې دي.
د دلاورشاه دڅرګندونو له مخې: که چيرې خلک د غلو په پيژندلو او نيولوکې همکاري ونه کړي؛ د پوليسو له خوا د غلا مخنيوى تاشونى دى.
0 1 دقیقه لوستل