کابل باختر دزمري دمياشتې ٤ :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت د سفارت له شارژدافير زانګ جي شين سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د بيا رغاونې په لاره کې د چين د ولسي جمهوريت د همکاريو او مثبت رول له امله قدرداني وکړه او له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د دوست هېواد چين د رغندو فعاليتونو يادونه وکړه او د دواړو دوستو هېوادونو افغانستان او چين ترمنځ يې د دوه اړخيزو همکاريو د لا زياتې پراختيا غوښتنه وکړه.
وروسته د چين شارژدافير زانګ جي شين، په کابل او د افغانستان په نورو سيموکې د وروستيو امنيتي پيښو په خاطر د ځان او د خپل هېواد د خلکو او حکومت په استازيتوب د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل. .
د کتنې په دوام د امنيتي او سياسي موضوغګانو، اقتصادي ودې او په افغانستان او سيمه کې د سولې د بهير په باب د هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره يې خبرې اترې وکړې.
په پاى کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير په افغانستان او سيمه کې د ستونزو د حل او د سياسي سولې او ثبات په پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغانستان د سيمه ييزې سولې او ثبات غوښتنه کوي.
0 1 دقیقه لوستل