کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په ميدان وردګوکې د پټاټو د ۱۰۸ زېرمو د جوړولو کار مخ په بشپړېدو دی.
د ميدان وردګو د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغو پروژو کار چې هر يوه يې د ١٢مټريک ټنه پټاټې ظرفيت لري، د کرنيزو محصولاتو د مديريت د ملي پروګرام له لارې ډېر ژر ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.
هغه زياته کړه چې د دغو زېرمو د جوړولو کار د بڼوالۍ د ارزښت د پراختيا زنجيري پروژه د ٦٦ میليونو افغانیو په لګښت ترسره کوي چې ۸۰ سلنه یې د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه يې خلک ورکوي.
ختم – شکريه-اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ