امنیت

په کابل کې دځانمرګي بريد له امله څوارلس تنه ووژ ل شول .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه 
دکابل ښار دنهمې ناحيې په ساحه کې نن دځانمرګي بريد له امله څوارلس تنه ووژل شول . ددغې پيښې زياتره قربانيان دنيپال اتباع وو  چې ديوه امنيتي شرکت لپاره يې کار کاوه .
دباختراژانس دخبر له مخې، پيښه نن سهار دشپږو بجو په شاوخوا کې دکابل ښار په نهمې ناحيې پورې اړوند دبنايي ساختماني دستګاه په ساحه کې رامنځته شوه .
بريد دنيپالي اتباعو دسپرلۍ ديو کاستر موټر په وړاندې ترسره شو چې ديوه خصوصي امنيتي شرکت لپاره يې کار کاوه .
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي  په دې پيښه کې دڅوارلسو تنو وژل کيدل او داتو تنو نورو ټپي کيدل تاييد کړى دى .
ده ويلي دي چې ددغې پيښې قربانيان دنيپال اتباع وو .
  دعامې روغتيا وزارت دمرکز دروغتونونو درياست يوه خبرځاى دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه افغانان چې  ملکي وګړي وو شهيدان شوي دي .
ده وويل چې ديارلس  مړي دوزير محمد اکبر خان روغتون  ته ليږدول شوي دي چې دوه تنه افغانان پنځه تنه نيپالي  اتباع او شپږ تنه نور دنورو هېوادونو اتباع وو چې هويت يې نه دى تثبيت شوى .
دکابل دپوليسو يو خبرځاى وايي چې دنيپالي اتباعو دسپرلۍ موټرکاستر ډوله دى چې دساتنې  کچۀ يې ټيټه ده .
دادروژې په مبارکه مياشت کې لومړى تروريستي پيښه ده او په کابل کې  له تروريستي پيښې څخه ټيک  دوه اوونۍ وروسته رامنځته کيږي.
دوه اوونۍ مخکې دولسي جرګې يو غړى دکابل ښار دقمبر له څلور لارې په ساحه کې خپل کور ته څيرمه دځاى پرځاى شوي بم دچاودنې له امله شهيد شو .
  طالبانو په کابل کې دنننۍ  ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته