امنیت

په خوست کې پولیسو د وژنو او غصب په تړاو ۷ تنه نيولي دي

متون باختر د وږی د میاشتې ۲۷ مه
د خوست امنيتي مسوولينو په تېرو څو ورځو کې د غصب او وژنو په تور اووه تنه نيولي دي.
د خوست امنيه قومندان مل پاسوال فيض الله غیرت باختر اژانس ته وویل چې
په نیول شویو مجرمینو کې دوه تنه هغه قاتلین او سړي تښتوونکي هم شامل دي چې څو ورځې وړاندې یې دخوست ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه ډاکټر د کورنۍ پر غړو وسله وال برید وکړ او له امله یې د یاد کس یو تن مشر ورور ووژل شو،دوه تنه ماشومان ټپيان شول او یو بل کوچنی ماشوم نامعلوم لوري ته وتښتول شو.
د غیرت په وينا له نیول شويو کسانو څخه درې موټران هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دی وايي نيول شويو کسانو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی او پوليس په دې هڅه کې دي څو تښتول شوی ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو  څخه وژغوري.
غیرت وايي دغه راز پنځه تنه هغه غصب کوونکي چې د قلموال مينې اړوند سيمه کې يې دولتي ځمکه غصب کړې وه د دوی له منګولو څخه خلاصه شوه.
امنيه قومندان د خوست مېشتو خلکو ته ډاډ ورکړ چې هيچاته به اجازه ورنه کړي څو د خوست مېشو خلکو ارام ژوند ناارام کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته