سیاست

په اندونیزیا کې د دیني عالمانو د ګډې غونډې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :                
د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په اندونیزیا کې د عالمانو ګډې غونډې سوله الهي امر وباله او د دیني ارشاداتو په رڼا کې یې د سولې ارزښت تشریح کړ.
د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې د دیني عالمانو دغه اسلامي دریځ، وضاحت او پرېکړو ته لبیک وایي او د اسلامي نړۍ له نورو عالمانو څخه غواړي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ، تشدد او افراطیت په له منځه وړلو او د سولې په تامین کې خپل مهم رول ولوبوي.
دافغانستان داسلامي جمهوري دولت په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې غونډې د کوربه توب له امله د اندونیزیا د جمهور رئیس، خلکو او حکومت قدرداني کوي او د دیني عالمانو دغه ډول ګډې غونډې پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې په پایته رسېدو او د سیمې د ثبات لپاره ارزښتناکې بولي.
د افغانستان داسلامي جمهوریت په ټولو په ځانګړي ډول د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم بولي او د اندونیزیا په بوګور ښار کې د دیني عالمانو په درې اړخیزه غونډه کې چې د اندونیزیا جمهور رئیس هم په کې ګډون درلود،  د دیني عالمانو د فعالې ونډې اخیستو او ګډون مننه کوي.
د افغانستان حکومت د الهي امر، د ولس د اساسي غوښتنې او مهم لومړیتوب او مکلفیت په توګه تل سولې ته لومړیتوب ورکړی او په هېواد کې د دایمي او باعزته سولې د ټینګښت لپاره یې دیني عالمانو، مخورو، مشرانو، مدني فعالانو، ښځو او ټولو اقشارو ته بلنه ورکړې چې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې خپله همکاري او همغږي زیاته کړي او په جنګ کې ښکېل افغان وسله وال مخالفان د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سوله ییز ژوند ته وهڅوي. پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته