ټولنه

د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخسته

کابل باختر دزمري  څوارلسمه :
د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ دمرکز نوې اداري ودانۍ نن پرانستل شوه .
دبدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه نوې ودانۍ د ښې حکومتوالۍ د پروګرامونو د تطبيق، دقانون د واکمنۍ او له حکومت سره د خلکو د ښو او زياتو اړيکو د ټينګښت په مقصدجوړه شوې ده.
ده څرګنده کړه: د راغستان ولسوالۍ د مرکز دغه نوې اداري ودانۍ د آلمان دولت په مالي مرسته د ٣٣ مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول په يوکال کې جوړه شوې ده چې ١٥ خونې لري چې اوس د ولسوال، د پوهنې د مديريت، محکمې، ماليې، کرنې، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا او د ښاروالۍ په ګډون کليدي ادارې په دغه ځاى کې ځاى پرځاى شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته