امنیت

پنځلس وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

قندهار / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د قندهار د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵ طالبان ووژل شول.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې پر افغان ځواکونو برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې ۳ پولیس شهیدان شوي او ۴ نور ټپيان شوي چې د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته