سیاست

دمشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په خاطر د نيول شويو تدابيرو په اړه د كابل د چټك غبرګون د قطعې د قوماندان سمونيار ميرويس رپوټ واوريد.

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ٦ مه:
دمشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په خاطر د نيول شويو تدابيرو په اړه د كابل د چټك غبرګون د قطعې د قوماندان سمونيار ميرويس رپوټ واوريد.
د دغې قطعي قوماندان د مشورتي لويې جرګې د امنيت په ټينګښت ، د ترافيكي نظم د ساتلو او د لويې جرګې د كار په بهير كې ښاريانو ته د لومړنيو مرستو په رسولو كې د امنيتي ځواكونو په ځانګړي توګه د ملي پوليسو د تدابيرو يادونه وكړه ، ويې ويل: دغه قوماندانۍ له نورو امنيتي ځواكونوسره مل وتوانيده ، تر څو د تروريستي پيښو د احتمالي رامنځته كېدو او د ترافيكي ګڼې ګوڼې د مخنيوي پر وړاندي ګټور تدابير ونيسي . د مشرانو جرګې دويم نايب د ډاډمن امنيت د ټينګښت په برخه كې د منسوبينو او سرتيرو د كوښښونو له امله مننه وكړه او د دوى د ښو خدمتونو په درناوى يې د مشرانو جرګې ستاين ليك ده ته وړاندې كړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته