امنیت

په فاریاب کې دوه تنه د انسان تښتونې په ګومان ونیول شول

میمنه/ باختر/ د وږي ۲۴
د فاریاب ولایت د ملي امنیت منسوبینو دوه تنه د انسان تښتونې په ګومان ونیول او د دوی له خوا یو تښتول شوی کس یې آزاد کړ.
د فاریاب د ملي امنیت ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان تېره اوونۍ د پشتونکوټ ولسوالۍ یوه اوسیدونکي تښتولی و او هغه د آزادولو په بدل کې له کورنۍ څخه یی پنځه میلیونه افغانۍ غوښتې وه .
خبرځای زیاته کړه چې دغه دوه تنه کله چې غوښتل تښتول شوي کس یې نامعلوم ځای ته ولېږدوي، د ملی امنیت د صفر- یو قطعې د منسوبینوله خوا ونیول شول او تښتول شوی کس وژغورل شو.
ویل کیږي چې نیول شویوکسانو په لومړنیوتحقیقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړی دی. ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته