نړۍ

دارجنټاين جمهوره رئيسه عمليات شوه

وي ، او، اې  نيوزباختر د ميزان١٦
دارجنټاين جمهوره رئيسه ميرمن کريستيناکيچنرنن په سر دضربې دعوارضو له
امله دجراحۍ عمليات و کړل  .
يوسيمه ييز روغتون  دميرمن کيچنردبستريدو دخبر په ترڅ کي ويلي دي چې دې دوه مياشتې مخکې  له راغورځيدو او په سرباندې دضربې  له امله تر يوې اندازې پورې د کين  لاس په کمزورۍ اخته شوې ده  او له کتنو وروسته معلومه شوه چې په سرکې يوه اندازه  وينه  راټوله شوې چې بايد دجراحۍ عمليات پرې تطبيق شي .
ميرمن کيچنر شپيته کلنه ده اوپه داسې حال کې ناروغه شوې ده چې شل ورځې وروسته  ددغه هيواد پارلماني انتخابات ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته