سیاست

جمهوررئیس غني: ۱۳۹۷ کال باید د پوهنې د ملي اشر په کال بدل کړو

کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د بشري قوا عالي شورا غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د مدنې ټولنې ګډونوالې نجیبې ایوبي په پوهنه کې د اصلاحاتو بهیر په اړه د افغانستان د پوهنې کاري ځواک (Afghanistan Education Task Force) تر نامه لاندې د مدني ټولنې کلي طرحه، وړاندې کړه.
هغې د افغانستان د پوهنې کاري ځواک د ظرفیت په اړه چې د ښونځیو مدیریت، چټکې زده کړې، د ټولنې په کچه ټولګي، لېرې زده کړې، انلاین ښوونه او روزنه، تعلیمات او څارنه په کې شامل دي معلومات ورکړل.
وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د لوړو زده کړو، کرنې اواوبولګولو، عامې روغتیا،د ښځو چارو،اود کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرانو، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر رئیس، د پوهنې وزارت سرپرست او د عمومي زده کړو معین، د احصائیې مرکزي ادارې رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې معین او د چارود ادارې عمومي دریاست مرستیال دپوهنې له وزارت سره د ټولنې د همکارۍ د څرنګوالي، دپوهنې له وزارت سره د مدني بنسټونو په برنامو کې  دهمغږۍ،د انلاین برنامو د ستونزو په ځانګړي ډول انټرنیټ ته د ښوونځیو د نه لاسرسي، د ښوونکو د سویې د لوړولو، دخصوصي سکتور د موډلونو او مدنې ټولنې د طرحې د لګښتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د مدنې ټولنې غړو نجیبې ایوبي، غلام یحی عباس، ډاکټر بشیر، ملنګ ابراهیمي، اخندزاده او مریم رحماني د وړاندې شوې طرحې په اړه په تفصیلي ډول د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د یادې طرحې په خاطر یې له مدني ټولنې څخه د مننې ترڅنګ وویل، حکومت  او مدني ټولنه باید د پوهنې وزارت د ستونزو د حل  او له دې وزارت سره د همکارۍ په خاطر مشترکه ژبه پیدا کړي.
هغه زیاته کړه، ۱۳۹۷ کال باید د پوهنې د ملي اشر په کال بدل کړو، ترڅو له ټولو ظرفیتونو او مرستو څخه د پوهنې د پیاوړتیا او ودې لپاره استفاده وشي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د پوهنې په برخه کې له مدنې ټولنې سره زموږ د همکارۍ بنسټ واضح دی، خو د همکارۍ ډول باید مشخص شي. هغه زیاته کړه، موږ د پوهنې په برخه کې یوې واضح سروې ته اړتیا لرو چې د ښوونکو شمېر، د هغوی عمر او تحصیلات مشخص شي.
محمداشرف غني وویل، مدنې ټولنې نن خپلې بریالۍ تجربې شریکې کړې، یوه ارزونه دې ترسره او تجربې دې لیست شي، چې استفاده ترې وکړو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، موږ په تعلیمي نصاب کې ژورې بیاکتنې ته اړتیا لرو، زموږ نصاب باید د اوسني عصر د غوښتنو مطابق عیار شي.
هغه زیاته کړه، موږ په پوهنه کې د اصلاحاتو لپاره قوي اراده لرو او باید د رامنځته شویو فرصتونو څخه د هېواد د پوهنې د اصلاحاتو او کیفیت د ښه والي په برخه کې استفاده وکړو.
جمهوررئیس وویل، اړوند بنسټونه دې د ښوونځیو د انټرنیټ ستونزه حل کړي، ځکه ښوونځیو ته د انټرنیټې خدمتونو رسولو د  ستونزې د حل په خاطر ظرفیت وجود لري. هغه څرګنده کړه، د ناامنیو له امله له پوهنې څخه محرومو ولایتونو او ولسوالیو ته باید پاملرنه وشي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د مدنې ټولنې د طرحې په اړه بحث ګټور وو او باید د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه له مدنې ټولنې سره موافقې ته ورسېږي، ترڅو په راتلونکې غونډه کې په دې پوه شو چې په کومو مواردو کې همکاري ولري.# پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته