کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه کورنۍ سيمه ئيزې جګړه ځپلې ، بې وزلې او له پاکستان څخه راستنې شوې دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقير زي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له درې سوه اړو کورنيو سره مرسته شوې ده .
ده وويل دغه مرسته چې اوړه ، غوړي ، دال او مالګه پکې شته دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا برابره شوې و ه.
ويل کيږي چې په ننګرهار کې له اړو او مستحقو کورنيو سره دمرستې بهير دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ