کابل/ د وري٢٩ مه / باختر
د همپروم سرويس د نړيوال شرکت استازي د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په افغانستان کې د دغه شرکت د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د ياد شرکت استازي چې له الماني او روسي پانګه والو څخه جوړشوى دى په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې د پانګونې لپاره خپل تياری اعلام کړ.
د همپروم سرويس نړيوال شرکت په پام کې لري چې د زبالو، کيمياوې سرې، ګازو، تيلو او د برېښنا د توليد په برخو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له نړيوالو پانګه والو په هرکلي سره د دغه شرکت د تجارتي پلان د ارزښت ، پيشنهادي طرحې، پروفايل او د کاري پروژو په اړه خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختو کې په هېواد کې د سراسري امنيت تامينولو او د اداري فساد د له منځه وړلو په پایله کې یو شمير نړيوالو بنسټونو اوشرکتونو په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې د پانګونې لپاره علاقمندي څرګنده کړې ده.
\ ج